روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۴۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۴۷

فایق: پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق ویلي چې پر هېواد د پاکستان هوايي بریدونه له نړیوالو قوانینو او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده.

فایق دا څرګندونې دوشنبه د کب پر ۲۸مه په خپله اېکس‌پاڼه کې کړې دي.

د نوموړي په خبره، د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځ هوايي بريدونه که په هره پلمه وي، د نړيوالو قوانينو، ځمکنۍ بشپړتيا او د هېواد له ملي حاکميت ښکاره سرغړونه ده.

هغه دا بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

فایق زیاته کړې: «د افغان ښځو او ماشومانو وژل د منلو نه دي او هېڅ ډول امنیتي ګواښ نه توجیه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو په حواله، پاکستان د خوست او پکتیکا د ځينو سیمو سربېره په کونړ کې هم پر ځينو سیمو بریدونه کړي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې کرښې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې دننه یې د اطلاعاتو پر بنسټ «د اورپکۍ ضد عملیات» ترسره کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني احضار کړ.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x