روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۲

فايق: د طالبانو په واکمنۍ کې د خلکو ترمنځ فکري امنيت او ذهني سکون نشته

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ مشر، نصیراحمد فایق، په کابل کې د طالبانو له لوري د «بدحجابۍ» په تور د یو شمېر نجونو د نیولو په غبرګون کې وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې د خلکو ترمنځ «اصلاً» فکري امنیت او ذهني سکون نشته.

فایق دغه څرګندونې د جمعې‌شپه، مرغومي په ۱۵مه پر خپل اېکس پاڼې لیکلي دي.

هغه لیکلي: «د ښځو درناوی او د ناموس ساتنه تل د افغانانو د کلتور برخه او د اسلام دین له ارزښتونو او اصولو څخه دی.»

هغه زیاته کړې ده: «هغه رژیم چې ځان د شرعي احکامو پیروی او د افغانستان د کلتور ملاتړی ګڼي، څنګه ځان ته حق ورکوي چې د ښځینه‌وو پولیسو او یا محرم پرته دې ښځې ونیسي او بندیانې یې کړي.»

د فايق په وينا، تر دې وړاندې د افغانستان په هېڅ حکومت کې له دغه دود او کلتور څخه سرغړونه نه ده شوې.

په دې وروستیو ورځو کې طالبانو د کابل او غزني په لوېدیځ د دشت برچي له سیمې څخه لسګونه ځوانې نجونې د «بدحجابۍ» په تور نیولي دي.

د طالبانو دغه کړنه د کورنیو او نړۍوالو بشري حقونو سازمانونو له توند غبرګون سره مخ شوې.

په ورته وخت کې د بخښنې نړۍوال سازمان ویلي، د طالبانو له لوري جبر او خپلسري نیول په افغانستان کې د ښځو د خوځښت او بیان له ازادۍ تر ټولو لویه سرغړونه ده او باید نیول شوې نجونې ژر تر ژره ازادې شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x