روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۰۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۳:۰۱
: 1

فاریاب او سرپل کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي

په فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په فاریاب او سرپل ولایتونو کې د یوه ځوان په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

سرچينې د جمعې ورځ، سلواغې پر ٢٠مه،  ورځپاڼې ته منلې چې ناپېژنده کسانو د دغه ولايت په مرکز او ګرزيوان ولسوالۍ کې د يوه ځوان په ګډون دوه کسان وژلي دي.

سرچينې وژل شوي کسان، د فاریاب مرکز ميمنې ښار د بادام باغ سيمې اړوند حفيظ‌الله او په دره جوز کلي کې تنکی‌ځوان انعام‌الله ياد کړي دي.

ناپېژنده کسانو حفیظ‌الله زندۍ کړی او انعام‌الله یې په ډزو وژلی دی.

انعام‌الله د سرپل کوهستانات ولسوالۍ د قلعه شهر اصلي او د ګرزیوان ولسوالۍ اوسنۍ اوسېدونکی و. هغه ۱۵ کلن و.

په ورته مهال، سرپل کې ځايي سرچينې هم وايي چې د دغه ولايت د صياد ولسوالۍ په يوه سيمه کې د عنايت‌الله په نوم يو بل ځوان چې ٢٦ کلن و، د چړو په ګوزارونو وژل شوى دى.

تر اوسه د دغو پېښو لامل او انګيزه نه ده څرګنده او نه هم طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

په دې وروستيو کې د هېواد په شمال کې مرموزې او هدفي وژنې زياتې شوې دي. په روانه اوونۍ کې د دوو ښځو په ګډون اته کسان د ناپېژنده او طالب جنګیالیو له لوري وژل شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x