روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۱۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۱۸

طالبان: په لغمان کې د غر ښويدو له کبله څلور کسان مړه شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې په لغمان کې درونټې تونل ته نژدې سختو ورښتونو له غره ډبرې راغورځولي چې له کبله یې څلورو کسانو ژوند بایللی دی.د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع شنبه د غويي پر ۸مه په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي چې دا پېښه د لغمان اړوند سیمې ډرونټې تونل ته څېرمه شوې ده.نوموړي یادونه کړې چې په دې پېښه څو موټر تر ډبرو لاندې شوي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې په لغمان کې درونټې تونل ته نژدې سختو ورښتونو له غره ډبرې راغورځولي چې له کبله یې څلورو کسانو ژوند بایللی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع شنبه د غويي پر ۸مه په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي چې دا پېښه د لغمان اړوند سیمې ډرونټې تونل ته څېرمه شوې ده.

نوموړي یادونه کړې چې په دې پېښه څو موټر تر ډبرو لاندې شوي دي.

قانع زیاته کړې چې دمګړۍ کابل – جلال‌اباد لار تړلې ده.

دغه راز، په خپرو شویو وېډیوګانو کې هم لیدل کېږي چې له غره څو ډبرې په دغه سړک تېریدونکو موټرو غورځیدلي او زیانونه یې اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې برېښنا، نسبتاً تېزو بادونو او سېلابونو پېښېدو اټکل کړی دی.

په وروستیو ورځو کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې سخت پسرلني ورښتونه شوي چې له کبله یې په یو شمېر سیمو کې سېلابونه راوتلي او ګڼ ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x