روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۲

طالبان: په بغلان کې مو له سېلاب ځپلو سره د خوراکي او ځينو نورو توکو مرسته وکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې په بغلان کې یې له سېلاب ځپلو سره د خوراکي توکو په ګډون د ځينو اړینو توکو مرسته کړې ده.نوموړي وزارت چهارشنبه د غويي پر ۲۶مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې بغلان ته یې په مرستو دولس بار موټر استولي دي.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې په بغلان کې یې له سېلاب ځپلو سره د خوراکي توکو په ګډون د ځينو اړینو توکو مرسته کړې ده.

نوموړي وزارت چهارشنبه د غويي پر ۲۶مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې بغلان ته یې په مرستو دولس بار موټر استولي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې په مرسته شویو کې خوراکي توکي، خیمې، فرشونه او کمپلې دي.

د یادونې ده چې د هېواد په ځينو ولایتونو په ځانګړې توګه بغلان کې د وروستیو سېلابونو په پاېله کې څه باندې ۳۰۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه په هېواد کې د وروستیو سېلابونو اوښتي ځاني او مالي زیان وروستۍ شمېرې اعلان شوې نه دي.

له دې وړاندې سېلاب ځپلو ته د کډوالو نړیوال سازمان، روغتیا سازمان، د خوړو نړیوال سازمان او قطر مرستې استولې دې.

د سېلاب ځپلو سیمې اوسېدونکي وايي چې تر اوسه ځينو سېلاب ځپلو سیمو ته مرستې رسېدلی نه دي او لا هم هلته د لادرکه کسانو لټون روان دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x