روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۸

طالبان: په افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال عبدالسلام حقاني وايي، په افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړي د اقلیمي بدلون له امله د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دي.

حقاني دغه څرګندونې د دوشنبې ورځ، سلواغې پر ۱۶مه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې کړې دي.

د هغه په ​​وينا، جګړې د دې لامل شوي چې افغانستان د اقليمي بدلون له امله «جدي زيان» وویني.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي وو چې په افغانستان کې له هرو ۱۰ کسانو ۸ یې ناپاکې اوبه څښي او ۹۳ سلنه ماشومان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د اوبو له پلوه، ګواښ سره مخ دي.

همداراز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) راپور ورکړی چې اقلیمي بدلون په افغانستان کې اوبو ته د کورنیو لاس‌رسی ۶۰ سلنه کم کړی دی.

د ځمکې لاندې اوبو کمښت، سېلاوونه، د تودوخې لوړوالی، د ورښت کمښت، بې وخته بارانونه او د هوا د رطوبت بدلون په افغانستان کې د اقلیمي بدلون نښې بلل کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x