روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۱۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۱۲

طالبان: برېښنا شرکت د څلورو ګاونډیو هېوادونو ۶۲۷ میلیونه ډالره پور ورکړی دی

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې پر دغه شرکت د څلورو ګاونډیو هېوادونو ۶۲۷ میلیونه ډالره پاتې پورونه یې ادا کړی دی.

دا خبره د دغه شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي سه‌شنبه د سلواغې پر ۱۷مه په خپله ایکس‌پاڼه کې کړې ده.

د نوموړي په خبره، دا پورونه د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران و او په بشپړه توګه یې تادیه کړي دي.

میوندي یادونه کړې چې دا پورونه پر پخواني حکومت پاتې و.

د یادونې وړ ده چې افغانستان د اړتیا وړ ډېره برېښنا له ایران، ازبکستان او ترکمنستان څخه واردوي.

د روان کال د جدي میاشتې په لومړیو کې برېښنا شرکت اعلان وکړ چې تر ۲۰۲۴ کال پورې د دغه شرکت او تاجکستان ترمنځ د برېښنا تړون غځول شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د ژمي په راتګ بیا ډېری اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوۍ سر ټکوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x