روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۸

طالبانو په کندز کې یو سیمه‌ییز خبریال نیولی

ځايي سرچينې د طالبانو له لوري په کندوز ولايت کې د سيمه‌ييز خبريال عبيدالله احمدي د نيولو خبر ورکوي.

سرچینې رسنی ته منلې چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو احمدي یک‌شنبه د وري پر ۵مه د کندز ښار په «ښاروالۍ هوټل» کې د یوې ناستې د خبري پوښښ پر مهال نیولی دی.

عبیدالله احمدي د «یک» خصوصي ټلوېزیون سیمه‌ییز خبریال دی.

د سرچينې په وینا، تېره ورځ د طالبانو استخباراتو عبيدالله احمدي سره جوخت درې نور خبريالان هم نيولي وو؛ خو له څو ساعته پوښتنو او ګروېږنو وروسته ازاد شوي دي.

په دې وروستيو کې د افغانستان خبريالانو مرکز ویلي چې په هېواد کې رسنۍ او خبريالان د خپلو بنسټیزو او قانوني حقونو د ازادۍ د کچې لوړېدو او حقونو څخه د برخمنېدو په برخه کې له سختو محدوديتونو سره مخ دي او له حقونو یې پراخه سرغړونه شوې ده.

دې بنسټ په ۱۴۰۲ کال کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې لږترلږه ۱۳۹ پیښې ثبت کړي چې ۸۰ ګواښونه او ۵۹ د خبریالانو نیول شامل دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x