روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۶

طالبانو په کابل کې د یوه انلاین پوهنتون د زده‌کړیالانو چارو مرستیال ونیوه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : طالبانو په کابل کې د یوه انلاین پوهنتون د زده‌کړیالانو چارو مرستیال ونیوه

طالبانو په کابل کې د یوه انلاین پوهنتون د زده‌کړیالانو چارو مرستیال ونیوه

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو کاکړ په «افغانستان روشن انلاين پوهنتون» کې فعاليتونو له امله نيولى دی.

«افغانستان روشن انلاین پوهنتون» د ۲۰۲۲ کال د ډېسمبر په ۲۰مه، وروسته له هغې جوړ شو چې طالبانو د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه. له هغه وخت راهیسې یو شمېر نجونې په دغه انلاین پوهنتون کې زده‌کړې کوي.

سرچينه زياتوي چې د کاکړ د برخليک د معلومولو لپاره د هغه ملګرو او کورنۍ هڅو تر اوسه کومه پايله نه ده ورکړې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده چې طالبانو د تېر کال د ډېسمبر په ۲۰مه د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونځيو د دروازو د تړلو تر څنګ د هغوی پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د روزنې، ښوونې، زده‌کړو او کار کولو منع کول تل پراخ کورني او نړۍوال غبرګونونه راپارولي؛ خو تر اوسه دې ډلې دغو غبرګونونو او غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x