روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۲۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۲۶

طالبانو په کابل کې د پکتیا د زرمت ولسوالۍ پخوانی ولسوال نیولی

سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالب استخباراتي ځواکونو د پکتیا د زرمت او څمکنۍ ولسوالیو پخوانی ولسوال عبدالرحمان زرمتی په کابل ښار کې نیولی دی.

باروي سرچینې وايي چې زرمتی شنبه د سلواغې پر ۱۴مه له ماسپښين وروسته د طالب استخباراتي ځواکونو له لوري د کابل ښار د دولسمې حوزې اړوند په احمدشاه بابا مېنه کې نیول شوی دی.

د سرچینو په خبره، نوموړی د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته له هېواده وتلی و او څه موده وړاندې له شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون په بلنه هېواد ته راغلی و.

تر اوسه د زرمتي د نیولو لامل او انګیزه روښانه نه ده.

طالبانو هم په دې اړه څه ویلي نه دي.

د یادونې وړ ده چې عبدالرحمان زرمتی د پخواني حکومت پر مهال د څو کالو لپاره د پکتیا د زرمت او څمکنۍ ولسوالیو د ولسوال په توګه دنده کړې ده.

طالبانو په پنجشېر کې هم پرون د پخواني حکومت د ملي امنیت یو غړی نیولی دی.

د یادونې وړ ده چې طالبان په وار وار د بشري حقونو د نړيوالو سازمانونو له لوري د پخواني حکومت د سرتېرو او کارکوونکو په نيولو، ربړولو او وژلو تورن شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x