روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۰

طالبانو په کابل کې د مخابراتي شرکتونو له فلټر او بندو شویو سایټونو څارنه کړې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې د بندو شویو سایټونو څخه د ډاډ ترلاسي لپاره یې په کابل کې د مخابراتي شرکتونو له انټرنټي سایټونو څارنه کړې ده.

د نوموړي وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي چهارشنبه د وري پر ۲۹مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې په کابل کې یې د مخابراتي شرکتونو له انټرنټي سایټونو څخه د «بندو شویو غېراخلاقي انټرنټي سایټونو او ناقانونه اپلیکیشنونو» په موخه څار کړی دی.

نوموړي ویلي چې د ارزونې په پاېله کې ډاډ ترلاسه شوی چې د مخابراتي شرکتونو ټول غیراخلاقي سایټونه، پابجي او ټيک‌ټاک اپلیکیشنونه فلټر او بند دي.

له دې وړاندې طالبانو د ټيک‌ټاک او پابجي اپلیکیشنونو کارونه غیرشرعي بللې وه.

څه موده وړاندې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په یوې ناسته کې د ټيک‌ټاک او پابجي اپلیکیشنونو د بندولو لپاره ضرب‌الاجل ټاکلی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x