روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۲۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۲۸

طالبانو په کابل ښار کې لسګونه ښوونیز مرکزونه تړلي دي

سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالبانو په کابل ښار کې د لسګونو ښوونیزو مرکزونو دروازې تړلې دي. سرچینو د دې کړنې لامل په دغو ښوونیزو مرکزونو کې له شپږم ټولګيو پورته د نجونو حضور یاد کړی دی.

سرچینو  ته منلې چې طالبانو دا بهیر دوشنبه د وري پر ۱۳مه د کابل ښار له اوومې او لسمې حوزې پېل کړی او په خبره یې، اټکل کېږي چې دا بهیر به د کابل ښار نورو برخو ته هم وغځېږي.

طالبانو په کابل ښار کې د ښوونیزو مرکزونو مسوولانو ته خبرداری ورکړی چې که خپلو چارو ته دوام ورکړي تر پوښتنو ګروېږنو لاندې به راشي.

څه موده وړاندې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت مسوولانو د ښوونیزو مرکزونو مسوولانو ته ویلي و، خپلو ښوونیزو مرکزونو ته د هغو نجونو د ننوتلو مخنیوی وکړي چې «له تيره رنګونو پرته حجاب» يې پر تن وي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل شول. دغه راز، د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پرمخ تړل شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x