روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۴

طالبانو په چین کې افغانانو ته د پاسپورټونو د ورکړې خبر ورکړی

په بیجینګ کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، په چین کې افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر د پیل خبر ورکړی دی.

دغه سفارت د دوشنبې ورځ، سلواغې پر ۱۶مه په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې په چین کې مېشت افغانان کولای شي له شرایطو سره سم نوي پاسپورټونه ترلاسه کړي.

که څه هم چین د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو په بیجینګ کې یې د افغانستان سفارت دغې ډلې ته سپارلی دی.

په وروستي ځل، بیجینګ کې د طالبانو د سفیر او استازي اسدالله بلال کریمي باورلیک د شي جین پینګ له لوري ومنل شو.

 

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x