روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۹

طالبانو په پنجشیر کې څلور کسان ونیول

په پنجشېر کې ځايي سرچينې وايي چې طالبانو په دغه ولايت کې څلور کسان نيولي دي.

سرچينې د جمعې ورځ، سلواغې پر ۲۰مه، رسنۍ ته منلې چې دغه کسان تېره اوونۍ د رخه او انابې ولسوالیو په مرکز کې نيول شوي دي.

د دوو نیول شویو کسانو نومونه ثناءالله او سیدانصار ښودل شوي؛ خو د نورو دوو کسانو هویت لا نه دی څرګند.

که څه هم تر اوسه د دغو کسانو د نيول کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو سرچينې ادعا کوي چې دغه کسان د افغانستان له ازادۍ جبهې سره د همکارۍ په تور نيول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو په دې وروستیو کې په پنجشیر کې د پخوانیو دولتي سرتېرو او ملکي وګړو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.

د تېرې اوونۍ په پیل کې طالبانو یو سړی او د هغه زوی چې د پنجشیر اوسیدونکي دي په کابل ښار کې نیولي وو او د خلاصون په بدل کې یې یو میلیون افغانۍ نغدې او څو میله وسلو غوښتنه کړې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x