روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۵

طالبانو په پروان کې يو سيمه‌ييز خبريال نيولى

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سیمه‌ییزې سرچينې په پروان کې د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلوېزیون خبريال ندامحمد نوري د نيول کېدو خبر ورکوي.سرچینې دوشنبه د غويي پر ۱۷مه ورځپاڼې منلې چې طالبانو نوري درې ورځې دمخه په چاریکار ښار کې نیولی او نامعلوم ځای ته یې لېږدولی دی.د سرچينې په خبره، د طالبانو استخباراتي غړو د نوموړي خبريال سر پر توره کڅوړه پوښلی او له ځانه سره يې بیولی دی.

سیمه‌ییزې سرچينې په پروان کې د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلوېزیون خبريال ندامحمد نوري د نيول کېدو خبر ورکوي.

سرچینې دوشنبه د غويي پر ۱۷مه ورځپاڼې منلې چې طالبانو نوري درې ورځې دمخه په چاریکار ښار کې نیولی او نامعلوم ځای ته یې لېږدولی دی.

د سرچينې په خبره، د طالبانو استخباراتي غړو د نوموړي خبريال سر پر توره کڅوړه پوښلی او له ځانه سره يې بیولی دی.

تر اوسه د دې سيمه‌ييز خبريال د نيول کېدو لامل نه دى څرګند.

طالبانو هم تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د ویلو ده چې په هېواد کې واک ته د طالبانو تر بیاځلې رسېدو وروسته دغې ډلې پر رسنيو سخت محدوديتونه لګولي او وخت‌ناوخت خبریالان نیسي، بندیانوي او شکنجه کوي یې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په تېرکال کې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۱۳۶ پېښې ثبت کړي چې ۷۳ یې د ګواښونو او ۶۴ د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیولو پېښې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x