روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۱۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۳:۱۹
: 1

طالبانو په پروان کې د «کرومایټ» کان د استخراج د پیلېدو خبر ورکړ

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په پروان ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکو د دغه ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د «کرومایټ» کان د استخراج د کار د پيلېدو خبر ورکړی دی.د دغه کان د استخراج چارې د یکشنبې په ورځ د غويي پر ۲۳مه پیل شوې دي.په پروان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس عبدالقدوس نعماني وايي، د کوه صافي ولسوالۍ د «تاتاري» په کان کې ۵۵۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.

په پروان ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکو د دغه ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د «کرومایټ» کان د استخراج د کار د پيلېدو خبر ورکړی دی.

د دغه کان د استخراج چارې د یکشنبې په ورځ د غويي پر ۲۳مه پیل شوې دي.

په پروان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس عبدالقدوس نعماني وايي، د کوه صافي ولسوالۍ د «تاتاري» په کان کې ۵۵۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.

د دغه کان د استخراج تړون د طالبانو لخوا یوه خصوصي شرکت ته ورکړل شوی دی.

د طالبانو له لوري د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په پروان ولایت کې د ګران بیه ډبرو ۴۱ کانونه شته چې د څلورو یې د استخراج چارې پیل شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو په تېرو درېيو کلونو کې له کورنيو او بهرنيو شرکتونو سره د ځمکې لاندې سرچینو د را اېستنې او استخراج په برخه کې ګڼ تړونونه لاسليک کړي دي.

په وروستیو میاشتو کې د دغې ډلې له لوري د کانونو تړونونه زیات شوي دي او د قانون د تشې او د قانوني بنسټونو لخوا د څارنې په نشتوالي کې د تړونونو لاسلیک کېدو د هېوادوالو اندېښنې زیاتې کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x