د لوګر سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو په ولسي جرګه کې د دغه ولایت یو مخکېنی استازی شاپور حسنزوی نیولی دی.
سرچینو شنبه د تلې پر ۷مه منلې چې حسنزوی دوه ورځې مخکې په ننګرهار کې د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو د پارلمان دا مخکېنی غړى د یوه جنجالي کور د دوسیې په تور بندي کړی دی.
په ولسي جرګه کې د لوګر خلکو دا مخکېنی استازی اوس د طالبانو په بند کې دی.
طالبانو له دې مخکې هم په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د خلکو يو شمېر مخکېني استازي په بېلابېلو پلمو نیولي وو.
دغې ډلې تېره مياشت د ننګرهار د ولايتي شورا مخکېنی مرستيال عبيدالله شينوارى د دغه ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې نيولى و.
اړوندې لیکنې :
- د امریکا د استازو جرګې یوه غړي د طالبانو له مخالفو جبهو څخه د واشنګټن ملاتړ لازمي وباله
- طالبانو په کابل کې یو خبریال نیولی
- طالبانو په لغمان کې د تېر حکومت د محلي پولیسو یو قومندان نیولی
- طالبانو په پکتیکا کې یو پخوانی قوماندان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی
- ننګرهار کې یو کس د طالبانو دوه نظامیان په ډزو وژلي
- طالبانو په ننګرهار کې محلي ټولګي وتړل