روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۱

طالبانو په غور کې درې کسان د نایابه مرغانو د ښکار په تور نیولي

په غور کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو د دغه ولایت درې اوسېدونکي د نایابه مرغانو د ښکار په تور نیولي دي.

سرچینو سه‌شنبه د سلواغې پر ۱۷مه رسنی ته منلې چې دا کسان د غور د ساغر ولسوالۍ اوسېدونکي و او تازه د نایابه مرغانو د ښکار په تور نیول شوي دي.

ورته مهال په غور کې ځايي طالب چارواکو هم ویلي چې دا کسان یې د «غرنیو ژویو او نایابه مرغانو» د ښکار کولو پر مهال نیولي دي.

دا کسان داسې مهال د ښکار په تور نیول شوي چې اوسمهال په فراه کې قطري شیخانو پورې اړوند د «الغرافه» په نوم کمپ فعال دی چې لسګونه ډوله نایابه مرغان او ښکار شوي ژوي پکې ساتل کېږي.

د ۱۴۰۱ کال په قوس میاشت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له بهرنیو سیلانیانو سره د ۴۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل، څو په افغانستان کې د مرغانو د ښکار لپاره «قانوني» لار برابره شي.

په پخواني حکومت کې د مرغانو ښکار منع و؛ خو بیا هم په ځينو ولایتونو کې په ناقانونه توګه کېده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x