روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۳۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۳۵

طالبانو په غزني او لوګر کې څلور کسان په دُرو وهلي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په غزني او لوګر کې سیمه‌ییزو سرچینو په عام محضر کې پر څلورو کسانو د دُرو حکم له پلي کېدو خبر ورکړی دی.په غزنی کې سرچینې وايي چې طالبانو چهارشنبه د غويي پر ۵مه له غرمې وړاندې د دغه ولایت په ده‌یک ولسوالۍ کې درې کسان د غلا په تور په عام محضر کې په دُرو ووهل.

په غزني او لوګر کې سیمه‌ییزو سرچینو په عام محضر کې پر څلورو کسانو د دُرو حکم له پلي کېدو خبر ورکړی دی.

په غزنی کې سرچینې وايي چې طالبانو چهارشنبه د غويي پر ۵مه له غرمې وړاندې د دغه ولایت په ده‌یک ولسوالۍ کې درې کسان د غلا په تور په عام محضر کې په دُرو ووهل.

د سرچینو په خبره، د دغو کسانو له ډلې دوه یې هر یو په ۳۹ دُرو او دوه کاله تنفیذي بند او بل یې بیا په ۳۵ دُرو او یو کال او شپږ میاشتې بند سزا محکوم شوی دی.

بل پلوه، په لوګر کې هم سرچینو منلې چې طالبانو نن له غرمې وړاندې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې یو کس د زنا په تور په دُرو وهلی دی.

څه موده وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د تورنو کسانو په سنګسارولو او دُرو وهلو ټينګار کړی و.

ورته مهال، د طالبانو له خوا دا ډول کړنې بیا له پراخو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره ملې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x