روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۱۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۱۲

طالبانو په خوست کې دوه کسان په دُرو وهلي

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په خوست کې یې دوه کسان د «لواطت» په تور په دُرو وهلي دي.

یادې محکمې سه‌شنبه د وري پر ۱۴مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا حکم د دغه ولایت د ابتداییه ښاري محکمې جزايي دیوان د پرېکړې له مخې په عام محضر کې پلی شوی دی.

د خبرپاڼې په حواله، یاد تورن د دُرو سربېره هر یو په پنځه میاشتو او ۱۸ میاشتو بند هم محکوم شوي دي.

طالبانو په تېرو څو ورځو کې په خوست او فاریاب کې په بېلابېلو تورونو لږ تر لږه نهه کسان په دُرو وهلي دي.

پرون په خوست کې د «دوکې» په تور شپږ کسان به دُرو وهل شوي و.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوند زاده په عام محضر کې د تورونو پر مجازاتو ټينګار کړی و.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ له طالبانو غوښتي چې سملاسي دې د اعدام سزا په ګډون هر ډول بدني سزاوې ودروي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x