روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۰۰

طالبانو په تخار کې د تېر حکومت یو سرتېری او دوه ملکیان نیولي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  سیمه‌ییزې سرچینې په تخار ولایت کې د طالبانو له خوا د تېر حکومت د کورنیو چارو وزارت د یو افسر د نیول کېدو خبر ورکوي.سرچينې یک‌شنبه د غويي پر ۱۶مه ورځپاڼې ته وویل چې دا پخوانى سرتېرى او د هغه دوه ملګري چې ګلاب او زلمی نومېږي، د طالبانو له خوا څلور ورځې دمخه د تالقانو ښار کې په يوې پوسته کې د پلټنې پرمهال نیول شوي دي.

 سیمه‌ییزې سرچینې په تخار ولایت کې د طالبانو له خوا د تېر حکومت د کورنیو چارو وزارت د یو افسر د نیول کېدو خبر ورکوي.

سرچينې یک‌شنبه د غويي پر ۱۶مه ورځپاڼې ته وویل چې دا پخوانى سرتېرى او د هغه دوه ملګري چې ګلاب او زلمی نومېږي، د طالبانو له خوا څلور ورځې دمخه د تالقانو ښار کې په يوې پوسته کې د پلټنې پرمهال نیول شوي دي.

دا پخوانی سرتېری نصيراحمد نومېږي او شاوخوا يوه مياشت دمخه له ايرانه افغانستان ته شړل شوی او په خپل عادي ژوند بوخت و.

نصيراحمد د تخار ولايت مرکز تالقانو ښار د اهنګرانو کلي اوسېدونکی دی او په تېر حکومت کې د بنګي ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د دلګي قومندان و.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په دې وروستیو کې یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو له خوا د عمومي بخښنې له اعلان سربېره د تېر حکومت د چارواکو او عسکرو خپلسري نیول، شکنجه، ناوړه چلند او د خلکو ناقانونه وژنې دوام لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x