روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۰۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۰۹

طالبانو د لغمان د ولایتي شورا پخوانی مرستیال نیولی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی چې طالبانو په پخواني حکومت کې د لغمان د ولایتي شورا مرستیال اجمل وفا نیولی دی.سرچینو شنبه د غويي پر لومړۍ ویلي چې نوموړی تېره پنجشنبه د لغمان مرکز مهترلام ښار کې نیول شوی دی.د وفا کورنۍ هم د نوموړي د نیول کېدو پخلی کوي؛ خو وايي چې په لامل یې نه پوهېږي.

سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی چې طالبانو په پخواني حکومت کې د لغمان د ولایتي شورا مرستیال اجمل وفا نیولی دی.

سرچینو شنبه د غويي پر لومړۍ ویلي چې نوموړی تېره پنجشنبه د لغمان مرکز مهترلام ښار کې نیول شوی دی.

د وفا کورنۍ هم د نوموړي د نیول کېدو پخلی کوي؛ خو وايي چې په لامل یې نه پوهېږي.

تر اوسه طالبانو د هغه د نیولو په اړه څه ویلي نه دي.

د سرچینو د معلوماتو په حواله، وفا اته میاشتې وړاندې هم نیول شوی او له یوې شپې وروسته بېرته خوشې شوی و.

د سرچینو د څرګندونو له قوله، اجمل وفا له ازادېدو وروسته کابل ته راغلی و او دا یې دویم وار دی چې نیول کېږي.

د طالبانو له خوا د پخواني حکومت د کارکوونکو د نیولو خبره نوې نه ده.

له دې وړاندې یې هم د پخواني حکومت پوځیان او کارکوونکي نیولي دي.

څه موده وړاندې یې د زابل د ولایتي شورا پخوانی رییس عطاجان حق‌بیان نیولی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x