روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۱۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۱۷
: 1

سرچینه: کف موسسې د پروان ولایتي روغتون د ډاکټرانو ۴۰ سلنه معاش له ځانه سره وړی

د پروان ولايتي روغتون يو شمېر ډاکټرانو ادعا کړې چې د روان کال د فبرورۍ مياشتې معاشونه يې د افغان کورنيو د پاملرنې (کف) موسسې له لوري ٤٠ سلنه کم ورکړل شوي دي.

دوی چې د خپلو نومونو له څرګندولو ډډه کوي، یک‌شنبه د کب پر ۲۷مه ته ویلي چې له يوه کال راپدېخوا د پروان ولايتي روغتون د ټولو کارکوونکو معاشونه د طالبانو د عامې روغتیا ریاست تر نظر لاندې د «کف» موسسې له لوري ورکول کېږي.

د ډاکټرانو په وینا، د کف موسسې یو کلن تړون بشپړ شوی او دې ادارې د پروان ولایتي روغتون د ځینو ډاکټرانو شاوخوا ۴۰ سلنه معاشونه له ځانه سره وړي دي.

ورته مهال، د افغان کورنيو د پاملرنې موسسې «کف» مسوولان دا ادعا ردوي او وايي چې د پروان د ولايتي روغتون د ټولو کارکوونکو معاشونه يې په بشپړ ډول ورکړي دي.

دغې موسسې د د پیغام په ځواب کې وویل: «ممکن مغرضو کسانو ناسم معلومات شریک کړي وي. یوازې د دفتر د مدیریت معاشونه چې د ادارې په داخلي مدیریت پورې اړه لري، نه دي ورکړل شوي چې د د ادارې د داخلي طرزالعمل له بشپړېدو وروسته به ورکړل شي.

د ویلو ده چې د طالبانو بياځل واک ته رسېدو او د نړۍوالو مالي مرستو له کمېدو وروسته د افغانستان روغتيايي سيسټم د پرځېدو له جدي ګواښ سره مخ دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x