روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۱۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۳:۱۷
: 1

رینا امیري: د ۱۰ هېوادونو استازو د افغان مېرمنو او نجونو د ملاتړ په اړه خبرې وکړې

د افغان مېرمنو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې د ۱۰ هېوادونو استازو، د ملګرو ملتونو بنسټونو او ځينو افغانانو د افغان مېرمنو او نجونو څخه د ملاتړ په اړه خبرې اترې کړې دي.

نوموړې چهارشنبه د سلواغې پر ۱۸مه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا ناسته په ملګرو ملتونو کې د بلجیم د دایمي استازولۍ په کوربتوب جوړه شوې وه.

د مېرمن امیري په خبره، په دې ناسته کې له افغان مېرمنو او نجونو څخه د ملاتړ په برابرولو خبرې شوې دي.

هغې زیاته کړې: «داسې چې د طالبانو له لوري د ځپنې کړنې دوام لري، اړینه ده چې موږ په ټولییز او ځانګړي ډول له افغان مېرمنو ملاتړ وکړو.»

نوموړې د دې ناستې د جوړېدو کړه نېټه په ډاګه کړې نه ده.

امیري له دې وړاندې هم پر نړیوالې ټولنې غږ کړی و چې د افغان ښځو او نجونو د رسمي زده‌کړو د حق په برخه کې یو موټی پاتې شي.

د تېرو دوو کالو زیاته موده کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې د نړیوالو کلک غبرګونونه او نیوکې پارولې دي؛ خو پاملرنه ورته نه ده شوې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x