روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۹

روغتیا نړیوال سازمان په کندهار کې له میرویس روغتون سره د ۸۵ ټنه درملو او روغتیايي تجهیزاتو مرسته کړې

روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د کندهار له میرویس روغتون سره یې د درملو او روغتیايي توکو مرسته کړې ده.

دغه سازمان یکشنبه د وري پر ۱۲مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې له میرویس روغتون سره یې د ۸۵ مټریکه درملو او طبي تجهیزاتو مرسته کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته شویو توکو کې د بېړنیو مرستو، غیرساري ناروغیو، د عملیاتو او پانسمان کڅوړې او ځينې روغتیايي تجهیزات شامل دي.

نوموړي سازمان ویلي چې میرویس روغتون په سویلي ولایتونو کې لږ تر لږه شپږ میلیونه کسانو ته روغتیايي چوپړونه وړاندې کوي.

دا مرستې داسې مهال شوي چې د هېواد په یو شمېر ولسوالیو کې روغتونونه او روغتیايي مرکزونه د درملو او روغتیايي توکو له کمي سره مخ دي او د کلیوالو سیمو ډېری وګړي ډېرو کمو روغتیايي چوپړونو ته لاسرسی لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x