روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۹
: 1

روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان سېلاب ځپلو سیمو ته مو ۱۷ ګرځنده مرستندویه ډلې لېږلې دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهانوم ویلي چې د افغانستان سېلاب ځپلو سیمو ته یې ۱۷ ګرځنده مرستندویه ډلې لېږلې دي.ادهانوم دوشنبه د غويي پر ۲۴مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا مرستندویه ډلې روغتیا نړیوال سازمان او شریکانو یې جوړې کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهانوم ویلي چې د افغانستان سېلاب ځپلو سیمو ته یې ۱۷ ګرځنده مرستندویه ډلې لېږلې دي.

ادهانوم دوشنبه د غويي پر ۲۴مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا مرستندویه ډلې روغتیا نړیوال سازمان او شریکانو یې جوړې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ اغېزمن شویو خلکو ته درمل او نور روغتیايي چوپړونه وړاندې کوو.»

د هېواد په یو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول په بغلان کې پراخو سېلابونو ځايي اوسېدونکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ اسیايي دفتر د هېواد په شمال کې د مړو شمېر ۱۵۰ او د ټپيانو ۲۵۰ ښودلی دی.

دغه بنسټ په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې په دغو سیمو کې نږدې اووه زره کورونه نړېدلي دي.

بل پلوه، طالبانو ویلي چې یوازې په بغلان ولسوالۍ کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

تازه د خوړو نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې له وروستیو سېلابونو ژوندي پاتې نه کور، نه ځمکه او هم د ژوند کومه بله سرچینه لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x