روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۰۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۳:۰۱
: 1

روسیه: طالبان به هغه وخت په رسمیت وپېژنو چې یو ټول‌ګډونی حکومت جوړ کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین ویلي چې د طالبانو رسمیت پېژندنه د یو ټول‌ګډوني حکومت په جوړونې پورې تړاو لري.د ریانووسي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ګالوزین دغه څرګندونې جمعه د غويي پر۷ مه په ازبکستان کې کړې دي.هغه زیاته کړې ده: « لازمه ده چې په ټول‌ګډوني حکومت کې د افغانستان د ټولو قومونو، مذهبونو او سیاسي بهیرونو استازي ګډون ولري.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین ویلي چې د طالبانو رسمیت پېژندنه د یو ټول‌ګډوني حکومت په جوړونې پورې تړاو لري.

د ریانووسي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ګالوزین دغه څرګندونې جمعه د غويي پر۷ مه په ازبکستان کې کړې دي.

هغه زیاته کړې ده: « لازمه ده چې په ټول‌ګډوني حکومت کې د افغانستان د ټولو قومونو، مذهبونو او سیاسي بهیرونو استازي ګډون ولري.»

د روسیې پلاوي په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۵مه ناسته کې د یو ټول‌ګډوني حکومت پر جوړونې او په دې برخه کې د طالبانو د ژمنو پر عملي کېدو ټینګار کړی دی.

بلخوا طالبان خپل رژیم ټول‌ګډونی ګڼي او ټینګار کوي چې د طالباني ارزښتونو پر وړاندې خنډ نه شي راتلای.

ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټینګار کړی چې مسکو له طالبانو سره خپلې کاري اړیکې ساتي.

د ویلو ده چې روسيه له تېرو شاوخوا درېیو کلونو راهيسې طالبانو سره له ترينګلتیا پاکې اړیکي لري.

په کابل کې د روسیې سفارت خلاص دی او دغه هېواد په مسکو کې د طالبانو ډيپلوماتان هم منلي دي.

څو ورځې دمخه د جورج ډبلیو بوش انسټیټیوټ ادعا کړې وه چې د ایران، چین او روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونه او یو ځیني بهرني شرکتونه د طالبانو له خوا د افغانستان د کانونو له «لوټولو» ګټه پورته کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x