روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۱۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۱۳

رضا بهرامي: طالبانو د مسکو برید ترهګریز بللی، خو د کرمان چاودنې نه

په کابل کې د ایران پخوانی سفیر محمدرضا بهرامي وايي چې طالبانو د مسکو برید «ترهګریز» بللی؛ خو د تېر کال د کرمان چاودنو لپاره یې د دې اصطلاح له کارونې ډډه وکړه.

بهرامي دا څرګندونې شنبه د وري پر ٤مه، په خپله اېکس‌پاڼه کې کړې دي.

هغه زیاته کړې: «طالبانو ټینګار کړی چې دا کلمه د لوېدیځ له لوري تولید شوې او پر اسلامي هېوادونو د فشار اچونې لپاره وسیله ده.»

په کرمان کې د تېر کال په مرغومې میاشت کې دوه چاودنې وشوې چې له کبله یې تر ۹۰ زیات کسان ووژل شول او ۳۶۸ نور ټپیان شول.

داعش ډلې د دغو چاودنو څو ورځې وروسته پړه یې پر غاړه واخیسته.

طالبانو هغه مهال دا برید غندلی و؛ خو د «ترهګریز» له ویلو یې ډډه وکړه.

د ویلو ده چې تېره شپه مسکو ته څېرمه د کنسرت په تالار کې د ډزو او چاودنې له کبله لږترلږه ۶۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپيان دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x