روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۰۵

رافیلا ایوډېس: ارويايي ټولنه د افغانانو روښانه راتلونکې لپاره هڅه کوي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارزدافیرې رافیلا ایوډېس ویلي چې دغه ټولنه د افغانانو روښانه او نیکمرغه راتلونکې لپاره هڅه کوي.

ایوډېس دا څرګندونې دوشنبه د کب پر ۲۱مه د روژې میاشتې په مناسبت یوه ویډيوي پيغام کې کړې دي.

نوموړې زیاته کړې: «ډاډه اوسئ چې اروپايي ټولنه له افغانانو سره ولاړه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې په روانه لمریزه میاشت کې له افغانستان سره ۲۰.۱ میلیونه یورو مرسته وکړه.

د دغې ټولنې په خبره، د اروپايي ټولنې مالي مرستې به په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب کچه لوړه کړي.

له دې وړاندې د طالبانو رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخوند د روژې میاشتې په مناسبت پیغام کې له نړیوالو بنسټونو او اسلامي هېوادونو غوښتنه کړې چې د غزې خلکو ملاتړ وکړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x