روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۵۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۵۰

د کندهار د وروستي برید د تلفاتو زیاتوالی؛ طالبانو د یو شمېر قربانیانو د جنازو پر بدرګې بندیز لګولی

په کندهار کې د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي ومنله چې په دغه ولایت کې د وروستي ځانمرګي برید په پایله کې ۴۵ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان دي.

یوې سرچینې شنبه د وري پر ۴مه رسنی سره په کندهار ولایت کې درې ورځې دمخه یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې د وژل شویو طالبانو نوملړ شریک کړی دی.

د نوملړ پر بنسټ، د دغې چاودنې په قربانيانو کې دوه طالب چارواکي هم چې د ميانشين ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي وو، شامل دي.

ورته مهال، د طالبانو د ۲۱۵ قول اردو قوماندان ملا شرف‌الدین تقي په یوه لیک کې د طالبانو د دفاع له وزارته غوښتي چې د دوی د دوو قوماندانانو مړي د چورلکو په وسیله میانشین ولسوالۍ ته ولېږدوي.

ده همداراز د دغو دوو طالب قوماندانانو کورنيو ته ویلي چې د امنيتي ګواښونو له کبله د هغوى جنازې په محدود ډول ترسره کړي.

سرچینې منلې چې د کندهار د وروستۍ چاودنې ډېری قربانیان د طالبانو غړي دي.

د هغه په ​​وينا، د دغې چاودنې له کبله يو شمېر ملکيان هم چې د پاسپورټ پیسو د ورکړې لپاره کابل بانک مخې ته راټول شوي وو، وژل شوي او ټپيان دي.

داعش ډلې د کابل بانک د ولایتي دفتر مخې ته د برید پړه پر عاړه اخیستې او ادعا یې کړې چې د دغې ډلې بریدګر د طالبانو د شاوخوا ۱۵۰ غړو په منځ کې ځانمرګی برید کړی دی.

د دغه برید په تړاو د پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو غبرګونونه وښودل.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x