هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۰۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۲-۱۲-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۲-۱۲-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۰۹
: 1

د کلفورنیا د لاس انجلس په اورلګېدنه کې د مړو شمېر ۲۴ ته لوړ شو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ځنګلي اورلګېدنې د شپږمې پرله پسې ورځې پر دوام الجزیرې راپور ورکړی؛ چې د امریکا د کلفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې د اورلګېدنې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴ ته لوړ شو.

 

د ځنګلي اورلګېدنې د شپږمې پرله پسې ورځې پر دوام الجزیرې راپور ورکړی؛ چې د امریکا د کلفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې د اورلګېدنې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴ ته لوړ شو.

د دغې اورلګېدنې له امله لاهم لږ تر لږه ۱۶ کسان لادرکه دي. چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د ایټن اورلګېدنې په سیمه کې ۱۲ کسان او د پال ایساډز اورلګېدنې په سیمه کې بیا څلور کسان لادرکه کړي دي.

د کلفورنیا والي ګیوین نیوسوم این بي سي نیوز ته وویل، چې دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ویجاړونکی طبیعي ناورین کېدی شي.

د سانا انا بادونو له امله رامنځته شوې اورلګېدنې، ټولې سیمې په کنډوالو بدلې کړې دي.
شاوخوا ۱۰۰ زره کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د چارواکو په وینا، د دغو ۲۴ مړو له ډلې ۸ مړي د پال ایساډز اور له امله او ۱۶ تنه د ایټن اور له امله مړه شوي دي.
له بل پلوه بیا اکیو وېدر خصوصي شرکت د اټکل له مخې، دغې اورلګېدنې د ۱۳۵ میلیارد ډالرو څخه نیولې تر ۱۵۰ میلیارد ډالرو پورې اقتصادي زیان اړولی دی.
دغې اورلګېدنې تر دې دمه شاوخوا ۲۳،۷۱۳ جریبه ځمکه سوځولې ده.

د لاس انجلس ښار په ختیځ کې د ایټن اورلګېدنې ۱۴،۱۱۷ جریبه ځمکه وسوځوله او اور وژونکو د اور مهار ۲۷ سلنې ته لوړ کړ، د دغه ښار په شمال کې د هورسټ اور ۸۹ سلنه کنټرول شوی او درې نور اورونه چې د کاونټي نورې برخې یې ویجاړې کړې وې اوس ۱۰۰ سلنه مهار شوی؛ خو لاهم دغه ښار له سخت ګواښ سره مخ دی.
له بل پلوه د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سیمه‌ییزو او ایالتي چارواکو نیوکه وکړه، چې وضعیت یې په سم ډول نه دی اداره کړی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x