روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۲۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۲۷

د کابل – غور لویه لار د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په غور کې ځايي سرچینې وايي چې د کابل – غور لویه لار د واورې ورېدو له کبله تړل شوې ده.سرچینو دوشنبه د مرغومي پر ۱۸مه ویلي چې دا لار د «بکک»  په کوتل کې د واورې ورېدو له کبله تړل شوې ده.

په غور کې ځايي سرچینې وايي چې د کابل – غور لویه لار د واورې ورېدو له کبله تړل شوې ده.

سرچینو دوشنبه د مرغومي پر ۱۸مه ویلي چې دا لار د «بکک»  په کوتل کې د واورې ورېدو له کبله تړل شوې ده.

د سرچینو په خبره، د واورې ورېدو له کبله د غور د شپږو ولسوالیو لارې هم د دغه ولایت له مرکز فیروزکوه سره تړل شوې دي.

غور کې ځايي طالبان د دغې لویه لارې د بندېدو خبر تاییدوي او وايي چې د پرانېستو هڅې یې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او باران د اورېدو خبر ورکړی و.

په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو او د واورې بیا له ۱۰ تر ۲۵ سانتي مترو پورې اټکل شوې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x