روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۸

د کابل – غور لویه لار او له فیروزکوه سره د شپږو ولسوالیو لارې د ترافیکو پرمخ وتړل شوې

په غور کې ځايي سرچینو د درنې واورې ورېدو له کبله، د کابل – غور لویې لارې او د دغه ولایت له مرکز فیروزکوه سره د شپږو ولسوالیو د مواصلاتي لارو د تړل کېدو خبر ورکړی دی.

سرچینو شنبه د سلواغې پر ۱۴ منلې چې د کابل – غور لویه لار په «بکک کوتل» کې د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

د سرچینو په خبره، د «بکک کوتل» دواړه غاړو ته لسګونه موټر او سورلۍ د لارې پرانیستلو په تمه دي.

ورته مهال ویل کېږي چې د غور له مرکز فیروزکوه سره د شپږو ولسوالیو مواصلاتي لارې د «بند باین» په سیمه کې تړل شوې دي.

په غور کې طالبان هم دا خبر تاییدوي.

په غور کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست ویلي چې د دغه ریاست د واورې پاکېدو ډله سیمې ته تللې او د کابل – غور لویې لارې د پرانېستلو لپاره هم هڅه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د سالنګ لویه لار او د غزني له مرکز سره د شپږو ولسوالیو مواصلاتي لارې هم د درنې واورې ورېدو له کبله تړل شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x