روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۵۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۵۵

د ځینو کلماتو ناسم استعمال

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په ورځنۍ محاوره کې ډیرې/اکثره کسان او په خاصه توګه سیاسیون او ژورنالستان داسې  کلمات استعمالوي چې هغه ناسم دي او یا د علمي تحقیق او سروې په بنیاد نه وي. البته دا هم ستونځمنه ده چې دا کلمات دې په سمه توګه د تحقیقي معیارونو په نظر کې نیولو سره په ښه توګه استعمال شي ځکه د هرې مسلې او موضوع لپاره تحقیق او کافي شواهد نه شي راټولېدلی چې په علمي معیارونو سره سم خپلې خبرې او لیکنې عیارې کړو. د دې لیکنې نه هدف دا دی چې لا اقل دغه تیروتنو ته باید ځیر اوسو او خپلو خبرو او لیکنو کې زیاته مبالغه ونه کړو.

په ورځنۍ محاوره کې ډیرې/اکثره کسان او په خاصه توګه سیاسیون او ژورنالستان داسې  کلمات استعمالوي چې هغه ناسم دي او یا د علمي تحقیق او سروې په بنیاد نه وي. البته دا هم ستونځمنه ده چې دا کلمات دې په سمه توګه د تحقیقي معیارونو په نظر کې نیولو سره په ښه توګه استعمال شي ځکه د هرې مسلې او موضوع لپاره تحقیق او کافي شواهد نه شي راټولېدلی چې په علمي معیارونو سره سم خپلې خبرې او لیکنې عیارې کړو. د دې لیکنې نه هدف دا دی چې لا اقل دغه تیروتنو ته باید ځیر اوسو او خپلو خبرو او لیکنو کې زیاته مبالغه ونه کړو.

د بیلګې په توګه که همدې پورته یو پرګراف لیکنې ته وګورئ نو دې کې د علمي میتودونو له امله واضحه نیمګړتیاوې شته دی. پورته لیکل شوي چې په ورځینۍ محاوره کې ډیرې/اکثره کسان او په خاصه توګه سیاسیون او ژورنالستان داسې کلمات استعمالوي چې هغه ناسم دي او یا د علمي تحقیق او سروې په بنیاد نه وي. په دې لیکنه کې یوه ادعا ده چې هغه د سروې او تحقیق په بنیاد نه ده لیکل شوې. دلته د ډیرې/اکثره کلمه استعمال شوې او په دې موضوع سروې او تحقیق نه دی شوی چې ایا دا ډیرې/اکثره کلمه چې مقدار دی، تایید کړي. که د سلو کسانو په خبرو کې د پنځوسو نه زیات کسان دا الفاظ استعمال کړي وي، نو مونږ ورته د ډیرې/اکثره کلمه استعمالولی شو. د سیاسیونو او ژورنالستان تعداد معلوم نه دی او مونږ ورته د ډیرې/اکثره کلمه استعمال کړې ده. په حقیقت کې دا یوه ادعا ده.

یا لیکو چې اکثره کسان او سیاسیون وایي چې مونږ د ولس او خلکو استازولي کوو. بیا هم کومه سروې نه ده شوې چې څومره کسان مخالف او څومره موافق دي.‌ زما ادعا هم ناسمه ده ځکه ما هم کومه سروې نه ده کړې چې اکثریت مې معلوم کړی وي. اکثره (دا همه اټکلي کلمه ده) په خپلو خبرو او لیکنو کې وایي چې ټول افغانان د طالبانو حمایت کوي یا ټول افغانان د طالبانو مخالف دي. بیا هم کومه میتودیکه سروې نشته. یا طالبان وایي چې د دوی سره د ولس حمایت دی او دوی د ولس د بطن نه راجګ شوي دي. د ولس سروې نشته او نه ټاکنې شوي دي چې معلومه شوې وای چې طالبان څومره مخالف او موافق لري. یو شمیر کسان بیلابیل نظریات لري خو بیا هم ارقام او نظرونه سره پرتله شوي نه دي.

اکثره کسان په خپلو لیکنو او خبرو کې وایي چې نړیواله ټولنه او یا د سیمې هیوادونه نه غواړي چې د افغانستان نیابتي جنګونو ته داخل شي. دلته بیا هم واقعیت په نظر کې نه دی نیول شوی ځکه دلته نړیواله ټولنه نه ده تعریف شوې چې هدف مو کوم کوم هیوادونه دي. د نړۍ د هیوادونو او زبرځواکونو ترمنځ د نظریاتو او ګټو خورا زیات توپیرونه موجود دي. یا وایو چې د سیمې هیوادونه. بیا هم سیمه نه ده تعریف شوې چې منځنۍ اسیا، سهیلي اسیا، منځنی ختیځ، ګاونډیان، او نور هیوادونه چې د افغانستان په مسایلو کې دخیل دي. ایا روسیه، هند، ترکیه، قطر، متحده عربي امارات، عربستان، اندونیزیا او مالیزیا هم په سیمه کې راځي که نه ځکه دا ټول هیوادونه د افغانستان په مسایلو کې په یو ډول نه یو ډول دخیل دي. ایا د دې ټولو هیوادونو اهداف سره یو دي او که د هر هیواد اهداف سره بېل دي؟

یا کله وایو چې طالبان، ایا ټول طالبان یو ډول فکر لري او که نه د دوی تر منځ هم د فکرونو توپير شته دی. یا د طالبانو مخالفین ټول هم نظره دي او یا د هرې یوې ډلې د نظریاتو او تګلارو ترمنځ اختلاف او توپیرونه شته دي. همدا عمومي کلمې د قومونو او سیمو لپاره هم استعمالیږي. وایو چې پښتانه، تاجک، هزاره، ازبیک، ترکم، پشه یي، نورستاني او نور دا او هغه غواړي. حال دا چې کومه سروې نه شته چې د هغې په معیار وویل شي چې یو شمیر، اکثره او ټول دغه قومونه واقعا ټول یو شانته فکر کوي. یا ځینې وایي چې زه د دغه او هغه قوم په استازولۍ خبرې کوم. حال دا چې هغه قوم به دې ته نه رایه ورکړي وي، نه به یې ورته صلاحیت او حجت د استازولۍ ورکړی وي خو بیا هم به د یو قوم او یا یوې سیمې په استازولۍ خبرې کوي. البته دا ادعاوې هغه کسان زیات کوي چې پاپولستان دي. د خلکو د اذهانو نه سؤ استفاده کوي او یو څو کسه پلویان په قومي او سمتي شعارونو په ورکولو سره په خپلو ځانونو راټولوي.

حتی په ولسواکه ټولنه کې هم منتخب جمهور رئیس ادعا کوي چې دی د ولس لخوا ټاکل شوی دی خو په حقیقت کې اکثره مشران د ولسواکه ټولنو په دیرش یا پنځه دیرش سلنه وټ باندې ټاکل کیږي. د بیلګې په توګه په ۲۰۲۰زکال کې د امریکا متحده ایالتونو جمهوري ریاست په ټاکنو د خلکو برخه اخستنه د پخوا په پرتله زیاته وه بیا هم ۶۶.۶ سلنه رای ورکوونکو برخه اخستې وه. جمهور رئیس بایډن په ۵۱.۳ سلنه عمومي وټ باندې ګټونکی شو[۱]. په حقیقت کې بایډن د درې دیرش سلنه وټ اچوونکو په رایه جمهور رئیس شوی دی ځکه نیمایي یې مخالف و او ۳۴ سلنه خلکو په ټاکنو کې برخه نه وه اخستې. همدا علت دی چې چرچل وایي:

democracy is the worst form of Government except for all those other forms that have been tried from time to time”[۲]

دیموکراسي د حکومتولۍ د ټولو نه خرابه طریقه ده خو د دې نه بهتره بله لاره هم نشته ځکه نورې طریقې ازمویل شوي دي.

که دا بحث راخلاصه کړو، دا مهمه ده چې هر څوک د خپل ځان او د خپلې هغه سیاسي ډلې په استازولۍ خبرې وکړي چې دی یې غړی دی. دلته د ټول، اکثره، یو شمیر او نور داسې کلمات باید په سنجیده ډول استعمال شي او د مبالغې نه د امکان تر سرحده ډه ډه وشي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x