روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۳۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۳۹

د «ځمکې ورځ»؛ ملګري ملتونه: افغانستان له وچکالۍ او اقلیمي بدلونه کړېږي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یواېن‌ډي‌پي) وايي چې افغانستان له وچکالۍ او اقلیمي بدلون څخه کړېږي او باید له دغه هېواد سره د مرستې لپاره اغېزمن اقدامات ترسره شي.یواېن‌ډي‌پي دا څرګندونې دوشنبه د غويي پر ۳مه د «ځمکې ورځې» په مناسبت په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي دي.د نوموړي سازمان په خبره، ۷۹ سلنه افغان کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی نه لري.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یواېن‌ډي‌پي) وايي چې افغانستان له وچکالۍ او اقلیمي بدلون څخه کړېږي او باید له دغه هېواد سره د مرستې لپاره اغېزمن اقدامات ترسره شي.

یواېن‌ډي‌پي دا څرګندونې دوشنبه د غويي پر ۳مه د «ځمکې ورځې» په مناسبت په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي دي.

د نوموړي سازمان په خبره، ۷۹ سلنه افغان کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی نه لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ځمکې ورځې په مناسبت ویلي چې اقلیمي بدلون، د هوا ککړتیا او د ژوند تنوع ځمکه ګواښي.

ګوترېش د اقلیمي بدلون او له هغې څخه د رامنځته کېدونکو پېښو پر وړاندې د ځمکې د ساتنې غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده چې افغانستان د هغو ۱۰ هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له کبله ډېر زیانمن شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x