روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۳۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۳۱

د پکتیا حوزوي روغتون کارکوونکو کاربندیز کړی

سیمه‌ییزې سرچینې د پکتیا د حوزوي روغتون د ډاکترانو او کارکوونکو له کاربندیزه خبر ورکړی دی.

په دغه ولایت کې سرچینې سه‌شنبه د وري پر ۱۴مه وايي چې دغو کسانو له درې میاشتو راهیسې معاش نه دی اخیستی او په خبره یې، له همدې کبله یې اعتصاب کړی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د روغتون کارکوونکو خبرداری ورکړی تر هغو چې معاشونه یې ورنه کړل شي یا په دې برخه کې څرګند پیغام ترلاسه نه کړي، خپل کاربندیز ته به دوام ورکړي.

څه موده وړاندې د غزني حوزوي روغتون کارکوونکو او ډاکترانو هم په معاشونو کې د ځنډ او کموالي له کبله اعتراض کړی و.

په دې اړه تر اوسه په پکتیا کې ځايي طالب چارواکو څه ویلي نه دي.

څه موده وړاندې د بشري حقونو څار بنسټ ویلي و چې د افغانستان له روغتیايي سیسټم سره د بهرنیو مرستو کمښت او د ښځو پر وړاندې د طالبانو جدي سرغرونې د دې لامل شوي چې په خبره یې، د میلیونونو افغانانو د روغتیا حق له ګواښ سره مخ شي.

دغه سازمان په یوه ۳۸ مخیز «له ناورین سره مخ راتلونکی؛ د افغانستان روغتیايي سیسټم له ناورین سره مخ دی» ترسلیک لاندې راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د روغتیايي کړکېچ له امله د دغه هېواد خلک له سختې خوارځواکۍ او نورو ناروغیو سره مخ دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x