روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۰۷

د پخلي لپاره د لرګېو راټولول؛ طالبانو په بادغیس کې درې کسان د ځنګلونو پرې کولو په تور نیولي

په بادغیس کې د طالبانو د کرنۍ، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د زرغونې قطعې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د ځنګلونو پرې کولو په تور د درېیو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

دغې قوماندانۍ شنبه د کب پر ۲۶مه ویلي چې دا کسان یې د بادغیس په پسته‌لیق سیمه کې د ځنګلونو د پرې کولو په تور نیولي دي.

نیول شوي کسان د طالبانو عدلي او قضايي ادارو ته ورپېژندل شوي دي.

ورته مهال، ځايي سرچینې بیا وايي چې د پسته‌لیق سیمه زرغونه ده او هلته یو شمېر ځوانان د روژه ماتي لپاره تللي و چې په خبره یې، طالبانو هغوی په دې تور چې ګوندې د روژه ماتي د پخلي لپاره ونې پرې کوي، نیولي دي.

له دې وړاندې ځينو سرچینو  ته ویلي و چې طالبانو په دغه ولایت کې سږ ژمی د ځان تودولو لپاره د ځنګلونو پرې کولو ته مخه کړې وه.

د بادغیس پسته‌لیق سیمه ډېر تفریحي ځایونه لري چې ګڼ شمېر سیلانیان ورځي.

دې سیمې ته د بادغیس اوسېدونکو سربېره د څنګ لوریو ولایتونو خلک هم د تفریح لپاره ورځي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x