روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۸
: 1

د وېسټ سفرونه؛ طالبان: هېوادونه دې په افغانستان کې پرمختګونو ته پام وکړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټامس وېسټ د تازه سفرونو له پېل سره هممهاله د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې هېوادونه دې په افغانستان کې شوي پرمختګونه په پام کې ونیسي.

مجاهد دا څرګندونې شنبه د وري پر ۴مه د طالبانو تر واک لاندې له ملي راډیو ټلویزیون سره کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: «[طالبان] د دې غوښتوونکي دي چې هېوادونه یا نور اړخونه چې کله د افغانستان په اړه بحث کوي، په دې هېواد کې دې شوي پرمختګونه په پام کې ونیسي.»

د هغه په خبره، طالبان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتوونکي دي او په وینا یې، له نورو هېوادونو هم د ښو اړیکو تمه لري.

بلخوا، ټامس وېسټ پرون ویلي چې هند ته یې سفر کړی او هلته یې د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت له منشي جي‌پي سېنګ او د دغه هېواد  له یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي دي.

نوموړي دا کتنه «دوستانه» بللی او ویلي دي چې نوې ډهلي افغانانو ته د بشردوستانه مرستو او درملو لېږلو ته دوام ورکوي.

ټاکل شوې چې دا امریکايي ډیپلومات له هند روسته متحده عربي اماراتو ته لاړ شي او هلته د افغانستان په اړه د یاد هېواد له چارواکو سره وغږېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x