روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۱۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۱۱

د هېواد په پنځو ولایتونو کې سېلابونه؛ د مړو شمېر شاوخوا ۲۴۰ کسانو ته ورسېد

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په بغلان، تخار، بدخشان، هرات او غور ولایتونو کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې تر اوسه په دغو ولایتونو کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۲۳۹ کسانو ته رسېدلی دی.ځايي سرچينو شنبه د غويي پر ۲۲مه غرمه مهال ورځپاڼې ته وویل چې د تېرې ورځې سېلاب له کبله تر اوسه د بغلان په مرکز او برکه ولسوالۍ کې له ۲۱۰ ډېر کسان مړه شوي دي.د برکې ولسوالۍ يو قومي مشر محمدنسيم وويل چې د دغه سېلاب په پايله کې د دې ولسوالۍ په «فلول» سيمه کې تر دوه زرو ډېر کورونه او څو کلي ويجاړ شوي دي.

په بغلان، تخار، بدخشان، هرات او غور ولایتونو کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې تر اوسه په دغو ولایتونو کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۲۳۹ کسانو ته رسېدلی دی.

ځايي سرچينو شنبه د غويي پر ۲۲مه غرمه مهال ورځپاڼې ته وویل چې د تېرې ورځې سېلاب له کبله تر اوسه د بغلان په مرکز او برکه ولسوالۍ کې له ۲۱۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

د برکې ولسوالۍ يو قومي مشر محمدنسيم وويل چې د دغه سېلاب په پايله کې د دې ولسوالۍ په «فلول» سيمه کې تر دوه زرو ډېر کورونه او څو کلي ويجاړ شوي دي.

د هغه په ​​خبره، پرون د سېلاب له کبله د «فلول» په سيمه کې ډېرو کورنيو د خپلې کورنۍ له اتو څخه تر ١٢ پورې غړي له لاسه ورکړي دي.

هغه زياته کړه، تر اوسه د دغې طبيعي پېښې د ډېرى قربانيانو مړي نه دي موندل شوي او اټکل کېږي چې د مړو شمېر زيات شي.

ورته مهال د مرکزي بغلان د ولسي شورا مشر مفتي نصیراحمد وايي چې تر اوسه د دغه ولایت روغتون ته نږدې ۱۰۰ مړي لېږدول شوي دي.

بل خوا د بدخشان سیمه‌ییزې سرچینو ورځپاڼې ته ویلي چې د دغه ولایت په تشکان ولسوالۍ کې پرون سېلاب لږترلږه پنځه کسان مړه کړي دي.

دغه راز شاوخوا ۲۰۰ کورونه، ۵۰ پلونه او پلچکونه، د برېښنا ۳۰ پایې، د ۵ دیني مدرسو ودانۍ او د ځايي اوسېدونکو څه باندې ۲ زره څاروي له منځه تللي دي.

ها خوا په تخار کې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولان وايي چې د دغه ولایت په نمک‌اب، فرخار، اشکمش، چال او کلفګان ولسوالیو کې سېلابونو لږترلږه د ۲۰ کسانو ژوند اخیستی.

په تخار کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر احمدسییر ساجد وايي چې جمعه د غويي پر ۲۱مه شپه مهال د سېلابونو له کبله د چال، فرخار، اشکمش، نمک‌اب او کلفګان ولسوالیو په ځینو برخو کې لسګونه استوګنیز کورونه نړیدلي او همداراز سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.

ورسره جوخت په هرات کې د طالبانو امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر هم شنبه د غويي پر ۲۲مه په یوې خبرپاڼه کې ويلي چې د دغه ولايت په کشک کهنه ولسوالۍ کې سېلابونو د يو اووه کلن ماشوم په ګډون د يوې کورنۍ د درېیو ژوند اخیستی دی.

د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ په «شاه‌بیدک» کلي کې هم پرون ماښام یو ۷۳ کلن سړی د سیېلاب راوتلو پېښه کې مړ شوی دی.

د يادونې ده چې له تېرې ورځې راهيسې د هېواد یو شمېر ولايتونه د قوي ورښتنونو له کبله د ځپونکو سېلابونو شاهدان دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x