روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۰۷

د هرات زلزلې؛ په هرات کې د ۲۸۰ ښوونځيو ودانۍ بیارغونې ته اړتیا لري

 په هرات کې ځايي طالب چارواکي وايي چې د وروستیو زلزلو له کبله د ۲۸۰ ښوونځيو ودانۍ زیانمنې شوې دي.

په هرات کې د طالبانو د پوهنې رییس رحمت‌الله جابر چهارشنبه د کب پر ۱۶مه ویلي چې دا ښوونځي په مرکز او ولسوالیو کې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د ځينو ښوونځيو ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې شوې او د کارونې وړ نه دي.

هغه یادونه کړې چې دمګړۍ په دغه ولایت کې ۴۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري.

د یاد ریاست له خوا د وړاندې شویو شمېرو پر بنسټ، په دغه ولایت کې شاوخوا یو زر او ۴۰۰ ښوونځي شته چې له ډلې یې ۲۵۶ بیا خصوصي دي.

د یادونې وړ ده چې څو میاشتې وړاندې په هرات کې څو مرګونې زلزلې وشوې چې خلکو ته یې د سر زیان سربېره درانه مالي زیانونه هم واړول.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x