په نیمروز کې سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په فضا کې د بېپیلوټه الوتکې د ګزمې له دوامه خبر ورکړی دی.
سرچینو چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه ویلي چې دا ډرون الوتکه له څو شېبو راهیسې ګرځي راګرځي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې دا بېپيلوټه د کوم هېواد ده او څنګه د افغانستان هوايي حریم ته راغلې ده.
تراوسه په نیمروز کې طالبانو په دې اړه څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې بیګاه شپه هم په هرات او نیمروز کې دوو بېپيلوټه الوتکو دورې وهلې دي.
له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ډرون الوتکو د ګزمو په تړاو راپورونه خپاره شوي و.
اړوندې لیکنې :
- د کاپيسا په آسمان کې د بېپیلوټه الوتکې ګزمې
- د پروان په فضا کې یو وار بیا د بېپیلوټه الوتکې ګزمه
- د پروان په فضا کې د بېپیلوټه الوتکې ګزمه
- جان اڅکزی: امریکايي بېپیلوټه الوتکې طالبان ډاروي
- د پروان خلک وايي داسې ورځ نشته چې د بګرام په اسمان بې پیلوټه الوتکه ونه ګرځي
- روسیه به تر ۲۰۳۰ کاله د کال تر ۳۲ زرو ډېرې بېپيلوټه الوتکې تولید کړي