روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۱۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۱۷
: 1

د نورستان کندې‌کپرې سړکونه؛ طالبان د جمهوریت په څېر په یخ لیکلې ژمنې ورکوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د نورستان ځايي اوسېدونکي شکایت کوي چې د دغه ولایت مرکز پارون ته غځېدلي خراب سړک له سختو ستونزو سره مخ کړي او نیوکه کوي چې له لسیزو راهیسې ورسره یوازې ژمنې تازه کېږي او د حل لپاره یې هېڅ حکومت کارنده ګام نه دی پورته کړی.

د نورستان ځايي اوسېدونکي شکایت کوي چې د دغه ولایت مرکز پارون ته غځېدلي خراب سړک له سختو ستونزو سره مخ کړي او نیوکه کوي چې له لسیزو راهیسې ورسره یوازې ژمنې تازه کېږي او د حل لپاره یې هېڅ حکومت کارنده ګام نه دی پورته کړی.

دوی وايي، د سړک د خرابوالي له امله د دوو ساعتونو مزل له شپږو تر اوو ساعتونو وهي چې په خبره یې ډېر کله خو ان خپل عادي ناروغ هم کونړ یا ننګرهار ته د درملنې په موخه روغتون ته نه شي رسولی او لار کې خپل ژوند بایلي.

دوی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې نور دې د ژمنو وخت نه دی او باید د دغې لویې لارې د اساسي رغونې په موخه دې عملي ګامونه پورته کړي.

د نورستان ځايي خلک وايي، مرکز پارون ته د غځېدلې لویې لارې د خرابوالي له امله ځېنې وختونه د سپرلیو موټر سیند او خوړ ته غورځېږي چې نه یوازې موټر ته زیان رسوي؛ بلکې په سپرو خلکو ته هم درنه مرګ ژوبله رسېږي.

د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکی حاجي سیف الله وايي، پارون ته غځېدلی سړک د کنډو کپرو سربېره نهايي کوچنی دی چې په ډېری ځایونو کې یې داوړو خواوو ته پر یوه وخت موټرې له یوه بل نه شي تېرېدلی، چې د احتمالي ټکر ترڅنګ دوی نه شي کولی، چې په ټاکلي وخت خپل هدف ته ورسېږي.

نوموړی له رسنی سره مرکه کې وايي: «دلته سړکونه ډېر واړه دي، یو موټر له بل نه شي تېرېدلی، دا نن هم یو موټر په سیند کې سره له سوارلۍ ولوېد، دا ټول خلک ترې چاپېر دي؛ خو موټر له سیند نه شي ویستلی، سخته مشکل ترینه لار ده.»

نورستان مېشتي وايي، د سړک د خرابوالي له امله د دوو ساعتونو لار په شپږو او اوو ساعتونو کې وهي، چې ډېر کله خپل عادي ناروغان هم روغتون ته نه شي رسولی او روغتون ته پر لار خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دوی زیاتوي؛ سړک تر دې کچې خراب دی، چې ډېری مهال خپل ټاکل شوي هدف ته هم پر وخت نه شي رسېدلی.

د نورستان د پارون اوسېدونکی احمد شاه په همدې اړه له رسنی سره په خبرو کې وویل: «هر کله چې ناروغ له پارون څخه کونړ یا ننګرهار ته بیایو؛ اول خو مریض لار کې خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ که لاره کې مړ هم نه شي؛ نو تر روغتونه له بده بدتر کېږي، د عادي ناروغ چې اپنډېکس وي د هغه درملنه هم پارون کې نه کېږي، مونږ مجبور شوو کونړ یا ننګرهار ته روان کړو؛ خو د لارې له امله هلته هم نه رسېږي او ساه ورکوي.»

د کونړ نورستان پر لویه لار موټر چلوونکي هم د دغې لارې له خرابوالي شکایت کوي او زیاتوي، چې ګټل شوې پیسې ترې بېرته پر موټر لګېږي.

موټر چلوونکي د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د اسعد آباد ـ پارون لویې لارې د اساسي رغونې لپاره دې عملي اقدامات وکړي او نور دې په دې برخه کې د ژمنو له تازه کولو ډډه وکړي.

موټر چلوونکي صداقت وویل: « د نورستان لاره سخته خرابه ده، یعنې په نشت حساب ده، له تګ راتګ وتلې ده، مونږ مجبور یو، چې موټر پرې وچلوو؛ ځکه اوسني حکومت کې خو بل کار هم نشته، ضرورتونه لرو او باید موټر وچلوو په دې لار؛ خو هره ورځ مو موټر د لارې له وجې خراب وي، ګټلې پیسې رانه بېرته په موټرو ځي؛ زمونږ غوښتنه دا ده، چې طالبان دې نور دغه سړک جوړ کړي او د خلکو د تېر ویستنې لپاره دې وعدې نه تازه کوي.»

د اسعداباد ـ پارون لویې لار د اساسي رغونې په تړاو نورستان کې د طالبانو د ځايي چارواکو نظر هم واخلو؛ خو له پرله پسې هڅو سره بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی نظر له ځانه سره ولرو.

د پارون اسعداباد لویه لار شاوخوا ۱۲۰ کېلو متره اوږدوالی لري چې خلک یې د دوو ساعتونو لار په اوو ساعتونو کې وهي او په خبره یې د باران او واورې د ورېدو پرمهال دغه ستونزې درې برابره زیاتې وي.

ځايي خلک وايي، که دغه لویه لار په پاخه او اساسي ډول ورغول شي؛ نو له یوې خوا به دوی په ټاکلي وخت پرته له کومې ستونزې خپلې موخې ته رسېږي او له بلې خوا به د نورستان د خلکو په اقتصادي برخه کې هم د پام وړ ښه والی راشي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x