روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۱۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۱۱
: 1

«د ملګرو ملتونو په تاریخ کې ترټولو ستر تلفات»؛ په غزه کې ۱۵۲ کارکوونکي وژل مرستندویه شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په داسې حال کې چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیله تر ۱۰۰ زیاتې ورځې تېرې شوې، ملګري ملتونه وايي چې په دې موده کې د دوی کارکوونکو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سې‌شنبې ورځ، جنورۍ په ۱۶مه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د ملګرو ملتونو سازمان په تاریخ کې د خپلو کارکوونکو د مړینې تر ټولو ستر تلفات ثبت کړي دي.

په داسې حال کې چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیله تر ۱۰۰ زیاتې ورځې تېرې شوې، ملګري ملتونه وايي چې په دې موده کې د دوی کارکوونکو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سې‌شنبې ورځ، جنورۍ په ۱۶مه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د ملګرو ملتونو سازمان په تاریخ کې د خپلو کارکوونکو د مړینې تر ټولو ستر تلفات ثبت کړي دي.

د هغه په ​​وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، د دغه سازمان لږترلږه ۱۵۲ کارکوونکي په غزه کې وژل شوي دي.

هغه زیاته کړې: «د مرسته‌رسوونکي، د ډېر فشار لاندې او د خوندیتوب تضمین پرته، د غزې دننه د مرستو رسونې لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.»

د ملګرو ملتو سرمنشي څرګنده کړې چې په غزه کې هیڅ ځای او هېڅوک هم خوندي نه دي او یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې باید ژرترژره اوربند وشي.

هغه همداراز اندیښنه څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي د اسرائیلو هوايي او ځمکنیو بریدونو د شدت له امله په غزه کې میلیونونو خلکو لپاره مرستو رسونې ته دوام نه شي ورکولای.

هغه د غزې په جګړه کې له ښکېلو غاړو غوښتي چې له اور سره لوبه ودروي او دښمني پای ته ورسوي.

په همدې حال کې د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۲۴ زره کسان وژل شوي او تر ۵۰ زرو ډېر ټپیان شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x