روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۲

د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ؛ یوه میاشت کېږي چې د ازادۍ راډیو خبریال د طالبانو تر شکنجې لاندې دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې سره جوخت، ورځپاڼې ته رسېدلي معلومات ښيي چې د ازادۍ راډیو خبریال حبیب‌الرحمن تأثیر د طالبانو له خوا تر فزیکي او روحي شکنجو لاندې دی.په غزني کې سرچینې جمعه د غويي پر ۱۴مه وايي چې تأثیر له ناڅرګند برخليک سره د طالبانو په بندخونه کې شپې‌ورځې سبا کوي.طالبانو تر اوسه د نوموړي د نيول کېدو د لامل په هکله څه نه دي ويلي.

د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې سره جوخت، ورځپاڼې ته رسېدلي معلومات ښيي چې د ازادۍ راډیو خبریال حبیب‌الرحمن تأثیر د طالبانو له خوا تر فزیکي او روحي شکنجو لاندې دی.

په غزني کې سرچینې جمعه د غويي پر ۱۴مه وايي چې تأثیر له ناڅرګند برخليک سره د طالبانو په بندخونه کې شپې‌ورځې سبا کوي.

طالبانو تر اوسه د نوموړي د نيول کېدو د لامل په هکله څه نه دي ويلي.

ورته مهال، د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په لوګر کې له پیوند سیمه‌ییزې راډیو څخه د لیدنې پرمهال په هېواد کې د خبریالانو د ملاتړ او خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

هغې زیاته کړې: «د دوی کار د یو باخبره، پرمختللي او هوسا ملت لپاره اړین او په کلیدي برخو لکه زده‌کړې، چاپېریال، روغتیا، اقتصاد او ښې حکومتولۍ کې د ټولو افغانانو لپاره حیاتي دی. د دوی زړورتیا د ستاینې وړ ده او باید د دغو اتلانو ستاینه، ملاتړ او ساتنه وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د بې‌پولې خبریالانو سازمان په خپلې نوې درجه بندۍ کې افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ ترټولو ګواښونکی هېواد بللی دی.

د دغه سازمان له خوا د ورکړل شويو شمېرو له مخې، افغانستان د خبریالانو د وژنې او نیول کېدو له کبله له ۱۵۲م څخه ۱۷۸م ځای ته راښکته شوی دی.

د ویلو ده چې د ازادۍ راډيو خبريال حبيب‌الرحمن تأثیر د روان کال د وري پر ١٨مه په غزني کې ونيول شو او تر اوسه د طالبانو په بندخونه کې دى.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x