روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۱۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۱۹

د غزني جاغوري اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت يو لېسه ښوونځی جوړوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت د یو لېسه ښوونځي ودانۍ جوړوي.سرچينې چهارشنبه د وري پر ۲۹مه ویلي چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې د ١٢ درسي خونو، یو لابراتوار، د استادانو او اداري دفترونو، د غونډو تالار، د مطالعې خونې، کتابتون او ولیبال ډګر درلودونکې ده.د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د دغه ښوونځي بودیجه شاوخوا ١٥٠ زره امريکايي ډالره ده.

د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت د یو لېسه ښوونځي ودانۍ جوړوي.

سرچينې چهارشنبه د وري پر ۲۹مه ویلي چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې د ١٢ درسي خونو، یو لابراتوار، د استادانو او اداري دفترونو، د غونډو تالار، د مطالعې خونې، کتابتون او ولیبال ډګر درلودونکې ده.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د دغه ښوونځي بودیجه شاوخوا ١٥٠ زره امريکايي ډالره ده.

ټاکل شوې چې دغه ودانۍ په شپږو مياشتو کې بشپړه شي او لګښت به يې د یادې سيمې ځايي ولسونه او په اسټرالیا کې مېشت مسافرین پرې کوي.

د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکو تر دې دمخه هم د عامه ګټې اخیستنې ګڼې پروژې تأمین کړې دي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم د غزني د جاغوري اوسېدونکو په خپلو شخصي لګښتونو يو ښوونځى جوړ کړى و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x