روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۹

د طالبانو له خوا د نوي ښوونیز کال پیل؛ نجونې لا هم له ښوونځي بې‌برخې دي

د طالبانو د پوهنې وزارت په داسې حال کې د نوي ښوونیز کال د پیلېدو خبر ورکړ چې له شپږم ټولګي پورته د میلیونونو نجونو برخلیک لا هم ناڅرګنده دی.

یاد وزارت چهارشنبه د وري پر لومړۍ نېټه په هېواد کې د نوي ښوونیز کال د پیلېدو خبر ورکړ.

د دغه وزارت په اعلامیه کې له خلکو غوښتل شوي چې خپل ماشومان په مدرسو، ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو کې شامل کړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت په خپله اعلامیه کې د ښځینه زده‌کوونکو په هکله څه نه دي ویلي.

په دې اعلاميه کې ویل شوي چې زده‌کوونکي او استادان دې د اسلامي اصولو له مخې خپل «صورت او سیرت» چمتو کړي او «غيراسلامي» جامې دې نه اغوندي.

پورته مهال، د اسما په نوم د ښوونځي یوې زده‌کونکې رسنی  ته ویلي چې هیله‌منده وه څو د دوی ښوونځي د حدید په ښوونیز کال کې پیل شي؛ خو کله چې د طالبانو د پوهنې وزارت په دې هکله څه ونه ویل «ډېره زیاته اغېزمنه» شوه.

هغه زياتوي چې ديني مدرسې د ښوونځيو ځاى نه شي نيولای او د نجونو پر زده‌کړې بنديز به د هېواد راتلونکي ته نه جبرانېدونکى زيان ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په هېواد کې د خپلې واکمنۍ له پيل سره سم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بنديز ولګاوه چې دې کړنې یې په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي دي.

پرون د هېواد یو شمېر پخوانیو دولتي چارواکو او هېوادوالو له طالبانو وغوښتل چې د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانېزي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x