روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۳۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۳۹

د طالبانو غایب مشر: د ټیلیفون کارونه د فتنې دروازې پرانیزي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو مشر ملا هیبت‌الله اخندزاده په کندهار کې د یوې دیني مدرسې جنګیالیو او زده‌کوونکو ته ویلي چې دوی باید زیرک ټیلیفون ونه کاروي، ځکه چې پرمخ به یې د فتنې دروازې پرانیستل شي.اخندزاده دا څرګندونې سې‌شنبه د غويي پر ۱۹مه د کندهار ولایت په «ابراهیم‌الحنفي» مدرسه کې د یوې غونډې پرمهال کړې دي.

د طالبانو مشر ملا هیبت‌الله اخندزاده په کندهار کې د یوې دیني مدرسې جنګیالیو او زده‌کوونکو ته ویلي چې دوی باید زیرک ټیلیفون ونه کاروي، ځکه چې پرمخ به یې د فتنې دروازې پرانیستل شي.

اخندزاده دا څرګندونې سې‌شنبه د غويي پر ۱۹مه د کندهار ولایت په «ابراهیم‌الحنفي» مدرسه کې د یوې غونډې پرمهال کړې دي.

تر دې دمخه هم طالب چارواکو خپلو جنګیالیو ته خبرداری ورکړی و چې د زیرک ټیلیفون له کارونې ډډه وکړي.

هغه یو ځل بیا له نړۍوالې ټولنې سره د چلند په ګډون پر خپلو یو شمېر دریځونو ټینګار کړی او ویلي یې دي: «دیني عالمان تر نورو ښه په سیاست پوهېږي.»

هیبت‌االله په دې ناسته کې په تونده لهجه ویلي چې بهرنیو فشارونو ته به تسلیم نه شي او له هغوی سره به په هېڅ صورت تعامل ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دغې ډلې پر هېوادوالو په ځانګړې توګه پر ښځو د اسلامي قوانینو سخت تفسیر تحمیل کړی دی.

سربېره پر دې د طالبانو مشر څه موده وړاندې په یو غږیز کلیپ کې پر هغه څه چې نوموړی یې «د شرعي حدودو پلي کېدل» بولي ټینګار کړی او ویلي و چې له دې روسته به شریعت په عملي ډول پلی او ښځو ته به په عام محضر کې سزا ورکړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x