روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۲
: 1

د طالبانو عدلیې وزیر: حکمتیار ته مو څو میاشتې وخت ورکړ چې خپل استوګنځی تخلیه کړي

د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي ویلي چې د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار ته یې څو میاشتې وخت ورکړی و څو خپل استوګنځی تخلیه کړي.

نوموړي شنبه د وري پر ۱۱مه په کابل کې د «دیني عالمانو د دستاربندۍ» یو پروګرام کې منلې چې ګلبدین حکمتیار له خپل پخواني استوګنځي بل ځای ته لېږدول شوی دی.

هغه زیاته کړې: «موږ د کب تر اخېره وخت ورکړی و، دا وخت چې کله راورسېد، مشرانو وویل چې موږ ورته مناسب ځای برابروو، تاسو لږه حوصله وکړئ، ځای ورته تیار شو او په خپله خوښه یې هم و او ورته انتقال یې کړ. اوس تاسې دا احترام بولئ که بې‌احترامي؟ که دا بې‌احترامي ده بیا نو په احترام نه پوهېږئ.»

بلخوا، نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو رژیم له قانوني تشې سره مخ نه دی او په خبره یې، ټول قوانین یې د «اسلام دین» له مخې دي.

نوموړی باوري دی چې د هر بل مهال پرتله په پخواني نظام کې ډېره ځمکه غصب شوې وه.

شرعي زیاته کړې: «غصب شته، څومره غصب چې په تېره اداره کې شوی دی، دومره غصب د افغانستان په تاریخ کې شوی نه دی.»

څو ورځې وړاندې رسنیو داسې خبرونه خپاره کړل چې ګوندې طالبانو د ګلبدین حکمتیار کور محاصره کړی او هغه یې اړ کړی چې له خپل استوګنځي ووځي.

له دې وروسته، حکمتیار ته نږدې سرچینې  ته په یو پیغام کې او دغه راز د نوموړي زوی حبیب‌الرحمان حکمتیار په خپله اېکس‌پاڼه کې د حزب اسلامي مشر د کور محاصره کېدل رد کړل او زیاته یې کړه چې نوموړی بل ځای ته لېږدول شوی دی.

په سبا یې، د حکمتیار زوی په خپله اېکس‌پاڼه کې د طالبانو له چلنده شکایت کړی و او زیاته کړې وه چې «هر یو ځانته امیرالمومنین دی.»

ګلبدین حکمتیار په تېرو دوه نیم کالو کې پرلپسې د طالبانو پر پالیسو نیوکې کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x