روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۹

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک پروسږکال ۵.۲ میلیارده مندرس بانکنوټونه سوځولي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ویلي چې تېر کال یې ۵.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت مندرس (زاړه) بانکنوټونه راټول کړي او روسته یې سوځولي دي.

نوموړي بانک یکشنبه د وري پر ۵مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغو پیسو پر ځای یې بازار ته نوي بانکنوټونه تزریق کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په ۱۴۰۲ کال کې د نورو اسعاور پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۷.۸۲ سلنه لوړ شوی دی.

نوموړي بانک ادعا کړی چې دا مهال افغانۍ د سیمې په کچه د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په کتار کې ده.

په تېرو څو میاشتو کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکو له زړو بانکنوټونو څخه شکایت کړی دی.

له دې وړاندې نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي وضعیت په تړاو یو راپور کې ویلي و چې د ۲۰۲۴ کال له پېل سره د ټولو عمده اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت مخ په ځوړ روان و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x