روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۲۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۲۳

د طالبانو او ترکمنستاني پلاوي ترمنځ ناسته؛ د تورغونډۍ په بندر کې د ګډ لوژستیکي مرکز پر جوړېدو ټینګار شوی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې دغې ډلې له ترکمنستاني پلاوي سره پر بېلابېلو اقتصادي او سوداګریزو مسایلو خبرې‌اترې کړې دي.دغه وزارت جمعه د غويي پر ۷مه د دې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د تورغونډۍ په بند کې د لوی او ګډ لوژستیکي مرکز د جوړېدو او د طالبانو، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د درې اړخیز ټرانزیټي تړون په هکله خبرې‌اترې شوې دي.د طالبانو د سوداګرۍ وزارت همداراز ویلي چې په دې ناسته کې د مرمر او سمنټو په ګډون د افغانستان د معدني ډبرو د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې دغې ډلې له ترکمنستاني پلاوي سره پر بېلابېلو اقتصادي او سوداګریزو مسایلو خبرې‌اترې کړې دي.

دغه وزارت جمعه د غويي پر ۷مه د دې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د تورغونډۍ په بند کې د لوی او ګډ لوژستیکي مرکز د جوړېدو او د طالبانو، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د درې اړخیز ټرانزیټي تړون په هکله خبرې‌اترې شوې دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت همداراز ویلي چې په دې ناسته کې د مرمر او سمنټو په ګډون د افغانستان د معدني ډبرو د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.

د افغانستان د اورګاډي د پټلۍ پراختیا، د تیلو او ګازو د لېږد رالېږد اسانتیا، د افغانستان پر صادراتي توکو د قرنطین لیرې کول او د بانکي اړیکو پراختیا هغه نور موضوعات دي چې د دواړو لورو د پلاوي له خوا پرې بحث شوی دی.

دواړو خواوو د افغانستان، قزاقستان او ترکمنستان ترمنځ د درې اړخیزې ناستې پر جوړېدو هم هوکړه کړې ده؛ خو دا لا په ډاګه نه ده چې دا ناسته به کله جوړه شي.

د ترکمنستان د کابینې د ټرانسپورټ او مخابراتو رئیس محمدخان چاقییف په مشرۍ د ترکمنستان یو پلاوی درې ورځې دمخه کابل ته راغلی او دلته یې د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره ولیدل.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x